د ترکي ورځپاڼې «کیسا دالغا» راپور ورکړی چې د ترکیې د ملي استخباراتو له لوري نیول شوی احمد کازانجي، چې د ابو عبیده او ابو ابراهیم په مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي، د بلوچستان په غرنیو سیمو کې د داعش خراسان ډلې لپاره رسنیز فعالیتونه ترسره کول.
د راپور له مخې، کازانجي له ترکیې څخه د ایران له لارې بلوچستان ته تللی و او له هغه ځایه یې د داعش لپاره په ترکي ژبه تبلیغاتي او رسنیز فعالیتونه کول.
هغه په خپلو څرګندونو کې د داعش خراسان د ترکي ژبې د تبلیغاتي شبکې د مسؤل اوزګور التون (ابو یاسر الترکي) یادونه هم کړې، چې د نوو غړو د جذب او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ د لارو په تنظیم کې ښکېل بلل شوی، او وروسته د ترکیې د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

