د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په غونډه کې د محرم الحرام میاشتې لپاره د امنیت د ټینګښت او د هېواد د عمومي امنیت د پیاوړتیا په اړه ټینګار شوی
د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني چې د غونډې مشري کوله ویلي دي چې د محرم الحرام په جریان کې باید ځانګړي امنیتي تدابیر ونیول شي څو د خلکو فردي او ټولنیز امنیت خوندي پاتې شي
هغه همداراز د نوي توشیح شوي قانون د پلي کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه باید د خلکو د خدمت او د هغوی د باور د زیاتولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي
په غونډه کې د جرمونو سره د مبارزې ریاست لپاره د تخنیکي وسایلو برابرول او د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړول هم مهم موضوعات وو

