د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وايي د اوړي له پیل سره هر کال په سیندونو کانالونو او نهرونو کې د ځوانانو او ماشومانو د ډوبېدو پېښې زیاتېږي چې د ګڼو کورنیو د غم او ویر لامل ګرځي
ځايي اوسېدونکي له حکومت او کورنیو غواړي چې ماشومان او ځوانان د سیندونو او ژورو اوبو له لامبو کولو منع کړي
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال تر اوسه د لسو ماشومانو په ګډون ۱۵ کسانو په اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی
مسؤلین وایي د دغو پېښو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي بېلابېل کمپاینونه روان دي خو بیا هم د احتیاط د نشتوالي له امله ورته پېښې دوام لري
سره له چې په خواله رسنیو او حضوري ډول ځوانان اطلاعات او کلتور د کانال سیندزې حوزې امنیه قوماندانۍ او نورو دولتي ادارو مسوولین (( ګرمي مو نه وژنئ اوبه مو وژنئ )) او نورو شعارونو لاندې کمپاین او عامه پوهاوي کوي
مسؤلین ټینګار کوي چې د ډوبېدو پېښو په کمولو کې د ولس همکاري ډېره مهمه ده
کارپوهان باور لري که په خطرناکو اوبو کې د لامبو مخه ونیول شي او خلک د خوندیتوب سپارښتنې په جدي ډول عملي کړي د ډوبېدو پېښې به تر ډېره راکمې شي

