د ترافیکي پېښو د زیاتوالي په اړه د لغمان مېشتو اندېښنې
د لغمان ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز ولسوالیو او کابل جلال اباد په لویه لار ترافیکي پېښې زیاتي شوې چې له امله يې يو شمیر ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده
دوي له اړوند مسوولینو غواړي چې د ترافیکي پېښو د مخنيوي لپاره دې د پام وړ لازم اقدامات ترسره کړي
د غیري مسلکي خلکو له لورې د موټرو چلول د لاسینس نشتوالي د لاینس د اخستي پرمهال د لازمو لارښونو او زده کړو نه تعقیبول دلته مسوولین د ترافیکي پښو لاملونه یادوي او مني چې د تېر په پرتله د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی دی
د لغمان د ترافیکو مدير وايي د ترافیکي پېښو د مخنيوي په موخه لازم اقدامات پیل کړي چې د کابل جلال اباد په لویه لاره يې يو شمیر پوستي هم اچولي دي
دا په داسې حال کې ده چې نږدي څو ورځې وړاندې د لغمان د سرحکانو سیمه کې د کډې يوه لارې موټر د چپه کیدو له امله ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

