د اسلامي امارت د مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په وینا، د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۷۵ کډوالې کورنۍ، چې ۱۸۵۵ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې شوې. د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پُل او اسلام کلا له لارو راستنو شویو کورنیو ته د ترانسپورټ، مالي مرستو او ثبت اسانتیاوې برابرې شوې.
نوموړي ویلي، راستنېدونکو ته د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي او د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري په ننګرهار، فاریاب، فراه او هلمند ولایتونو کې ۱۲۴۱ کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوې دي. د وېشل شوو ځمکو ټولیز شمېر تر اوسه ۳۶ زره او ۹۶۰ نمرو ته رسېدلی دی.

