د نورستان ولایت سیمهییز چارواکي وایي، د روان کال د لوی اختر د شپو او ورځو پر مهال د ولایت مرکز پارون او بېلابېلو ولسوالیو ته شاوخوا ۷۰ زره کورني سېلانیان ورغلي دي.
د چارواکو په وینا، د ځینو سېلانیانو د بېاحتیاطۍ او له ټاکل شویو اصولو څخه د سرغړونې له امله ۷ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده. په دې پېښو کې یو سیمهییز اوسېدونکی د هوايي ډزو له امله شهید شوی او د فراه ولایت څلور اوسېدونکي په یوې ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همداراز، د یوه موټرچلوونکي په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
مسوولین زیاتوي چې ولایتي ادارې له اختر وړاندې د سېلانیانو لپاره ځانګړې اصولنامه جوړه او د رسنیو له لارې یې له هېوادوالو سره شریکه کړې وه، خو بیا هم ځینو کسانو د یادو لارښوونو رعایت ونه کړ.
د چارواکو په خبره، په یادو پېښو کې ښکېل کسان د امنیتي ځواکونو له لوري پر وخت نیول شوي او د قانوني څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د نورستان ولایتي اداره یو ځل بیا له سېلانیانو غواړي چې له برابر شویو اسانتیاوو څخه په مسؤلانه توګه ګټه واخلي، خپلې مېلې او تفریحي فعالیتونه په ټاکل شویو ځایونو کې ترسره کړي، له هوايي ډزو، د خلکو شخصي ځمکو او کرنیزو فصلونو ته له زیان رسولو ډډه وکړي او د سیمې دودونو، رواجونو او ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی ولري.
د یادونې وړ ده چې هر کال د لوی اختر له دویمې ورځې وروسته نورستان ته د سېلانیانو د ورتګ لړۍ پیلېږي او شاوخوا پنځلس ورځې دوام کوي. په دې موده کې زرګونه کورني سېلانیان د دې ولایت له طبیعي ښکلاوو او تفریحي سیمو څخه لیدنه کوي. چارواکي اټکل کوي چې د سړکونو د رغونې او نورو اسانتیاوو د پراخېدو له امله به سږ کال د سېلانیانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیات وي.

