د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې فدراسیون په کوربتوب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه مسکو ته ورسېد
دفاع وزارت وايي یاد کنفرانس د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو د امنیتي او دفاعي چارواکو په حضور کې ترسره کېږي چې پکې به د سیمهییز امنیت ګډو امنیتي ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه بحث او خبرې وشي
بلخوا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي دا دری ورځنی فورم به د سې شنبې په ورځ پيل او تر پنجشنبې به دوام وکړي
دغه وزارت وايي په دې فورم کې به د امنيتي مسايلو تر څنګ په بېلابېلو موضوعګانو ناستې کنفرانسونه دوه اړخيزې او څو اړخيزې غونډې او نندارتونونه ترسره شي
که څه هم ګڼ نورو چارواکو وړاندې هم روسيې ته سفرونه کړي خو دا لومړی ځل دی چې د د فاع وزير دغه هېواد ته په سفر ځي

