د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې چارواکي وایي په تېرو ۲۴ساعتونو کې د تالاندې برېښنا، سختو توپانونو او سېلابونو له امله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د مسوولینو په وینا پدې طبیعي پېښو کې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي
دوۍ وایي د ځاني زیان سربیره ۷۱ څاروي تلف شوي ، ۱۰۷ کورونه په بشپړ ډول او ۱۲۴ کورونه په نیمه ډول ډول ویجاړ شوي او ۹ کورنۍ بې ځایه شوي
هغوۍ څرګنده کړې چې دا ځاني او مالي زیانونه د هیواد په پنجشیر ، پکتیا، بغلان او تخار ولایتونو کې خلکو ته ور اوښتي
د یادې ادارې لوی رییس ملا نور الدین ترابي ولایتي ریاستونو ته لارښونه کړې چې زیانمنو کورنیو ته رسیدنه وکړي
دغه اداره له کورنیو او خلکو غواړي چې د اورښتونو او سېلابونو پرمهال دې خطرناکو سیمو ته له نږدې کیدو څخه ډډه وکړي او هم دې احطیاطي تدابیر عملي کړي

