د ننګرهار مرکزي ښار په دغه څنډ کې جوړ دې منډوي ته ګڼ خلک د لوی اختر په درشل کې د څارويو د پيرلو په موخه راځي
دلته راغلي خلک د تير کال په پرتله د لويو او کوچنيو څارويو د بيوو د لوړوالي په اړه اندېښمنه څرګندوي
دوي وايي د تير کال په پرتله سږ کال د لويو او کوچنيو څارويو بیې د پام وړ لوړې شوې دي
خو د اخستونکو وراخوا د څارويو پلورونکي بيا د څارويو د پلور بازار په اړه متضاد نظرونه لري ځينې تود خو ځيني يې بيا د تير په پرتله سوړ بولي او تري راضي نه دي
د دغه منډوي قراردادي بيا د بیې د لوړوالي او د تير په پرتله د سوړ بازار خبره په کلکه ردوي او زياتوي چې هر څوک چې د بيوو د لوړوالي خبره کوي هغو به پيسې نلري
د يادونې وړ ده چې د اختر په ورځو کې د دغه منډوي وراخوا په يو شمير ولسواليو کې هم د څارويو د پير او پلور په موخه دغه ډول منډويانې جوړيږي چې د ولسواليو وراخوا د ښار خلک هم د ښار په نسب په ښه نرخ د څارويو د پيرلو په موخه د ولسواليو منډويانو ته ورځي

