د کونړ د امني قومندانۍ مسولین وايي د لوي اختر په مناسبت يې په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي سرتیري موظف کړي تر څو هیوادوال په امنیتي فضا کې د اختر خوښۍ ولمانځی
په ورته مهال بیا د کونړ امنیتي مسولین ولس ته د ډاډ ورکولو سربیره وايي دا د ولسونو حق دی چې په ډاډمنه امنیتي فضا کې د اختر خوښۍ ولمانځي
دوۍ زیاتوي د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې يې امنیتي سرتیري موظف کړي او چاته به اجازه ورنکړي چې د نا امنۍ هڅه وکړي
بل لورته د کونړ اوسېدونکي هم د امنیتي ځواکونو څخه خوښ دي او وايي تیر اخترونه يې په ډاډمنه امنیتي فضا کې لمانځلي دي او اوس هم د تېر په څېر هیلمند دي
دوي وايي تیر اخترونه يي په بشپړ ډول په ډاډمنه امنیتي فضا کې لمانځلي او اوس هم هیله مند دي چې دا لوی اختر به هم لکه د نورو هغو په څیر په ښه شان سره لمانځي
د کونړ اوسېدونکي زیاتوي امنیتي سرتیري يي د اختر په ورځ او شپو ددوۍ د امنیت لپاره هلي ځلي کوې او دوۍ ته امنیتي فضا رامنځته کوې
مسلمانان په کال کې دوه خوښۍ لري چې یو هم لوي اختر او بل کمکی اختر چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يي مسلمانان لمانځي

