دفاع وزارت وایي چې په بدخشان ولایت کې د وروستیو سېلابونو او د امو سیند د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د هوايي ځواکونو له لوري ۵۰ تنه سېلابځپلي کسان ژغورل شوي دي
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ژغورنې دغه عملیات هلیکوپټر په وسیله د شپږو الوتنو پر مهال ترسره شوي چې پکې زیانمن کسان د آمو سیند شاوخوا سیمو څخه خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي
د راپور له مخې ژغورل شوي کسان د ۱۴مې لواء څلورم کنډک او د بدخشان ولایت مرکز فیضآباد ښار ته انتقال شوي دي
دفاع وزارت زیاته کړې چې دغه عملیات په سختو شرایطو کې د زیانمنو هېوادوالو د ژغورنې په موخه ترسره شوي او د ټولو ژغورل شویو کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی

