د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه پوځي برید چې پر ایران پلان شوی و، د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د مشرانو په غوښتنه تر اوسه ځنډول شوی او اوس د یوې سیاسي هوکړې لپاره جدي هڅې روانې دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ ویلي چې له تهران څخه د سولې نوې طرحه ترلاسه شوې، او همدې موضوع امریکا دې ته اړ کړې چې د برید پرېکړه موقتي وځنډوي.
نوموړي ټینګار کړی، که خبرې بې پایلې پاتې شي، امریکايي ځواکونه به د پراخ پوځي اقدام لپاره چمتو وي.
هغه ویلي، د سیمې یو شمېر مهمو متحدینو ترې غوښتي چې جګړه ونه شي؛ ځکه لا هم د تفاهم او هوکړې امکان موجود دی، داسې هوکړه چې هم د امریکا او هم د سیمې د هېوادونو لپاره د منلو وړ وي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي: «که وکولای شو له جګړې او سخت بمبار پرته یوې موافقې ته ورسېږو، دا به تر ټولو غوره لار وي.»
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي تایید کړې چې د تهران تازه دریځونه د پاکستان له لارې واشنګټن ته رسول شوي دي.
پاکستاني سرچینو هم ویلي، اسلاماباد په وروستیو اوونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغامونو د لېږد مهم رول لوبولی؛ خو لا هم مذاکرات له ستونزو او پېچلتیاوو سره مخ دي.
سره له دې، ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې که امریکا هر ډول نوی برید ترسره کړي، د ایران وسلهوال ځواکونه به سخت او چټک غبرګون وښيي.

