د کندوز امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې تېر ۱۴۰۴ کال په یاد ولایت کې ۵۲ کسان د لسګونه میله بېلابېلو وسلو او مهماتو په تړاو نیول شوي او یادې وسلې ضبط شوي دي
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې په دغو نیولشویو وسلو کې ۲۲ میله کلاشینکوف، یو شمېر تپانچې، ۴ میله ښکاريډوله ټوپکونه او زرګونه غټې او وړې مرمې شاملې دي
د مسوولینو په وینا چې دغو کسانو نیولشوي مهمات په ناقانونه توګه له ځان سره ساتلي وو

