د کونړ څوکې ولسوالۍ دیوه ګل دري چلس سیمه کې د اسټرالیا میشتو افغانانو په مالي لګښت د دي ولایت د روغتیا ریاست تر چتر لاندي یو بشبړ روغتیايي مرکز چې د ناروغانو لپاره پکې هر ډول خدمات وړاندي کیږي جوړ او ګتي اخیتسني ته وسپارل شو.
دا روغتیایي مرکز د ۶ میاشتو په موده کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شو چې د سیمي شاوخوا ۱۰ زره کورنۍ به تري ګټه واخلي.
په ورته مهال کې مسولینو ډاډ څرګند کړ چې ددغه روغتیايي مرکز په تجهیز کې به نه ستړي کیدونکې هلي ځلي کوې او د ولسونو ته به د درملو په برخه کې اسانتیاوې برابروي.
د استرالیا میشتو افغانانو په استازولۍ یو تن وویل . مونږ د ولسونو ټولي ستونزي درک کوو او هڅه مو داده چې ددوۍ سره په ښونیزو او روغتیايي برخو کې مرستي وکړي تر څو دوۍ ته اسانتیاوې رامنځته شې .
ځايي اوسېدونکو هم ددغه روغتیايي مرکز په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته يي پدې سره به يي هغه ستونزي چې پخوا يي د روغتیايي خدماتو د نشتون په برخه کې لرلي لمنځه ولاړي شې.
د ویلو ده چې د کونړ په لرو پرتو درو کې میشت خلک د روغتیايي خدماتو په برخه کې د ګڼو ستونزو سره مخ دي .
دغه ډول روغتیايي مرکزونه کولای شې دهغوې ستونزي تر ډیره حل کړي.

