د هلمند اطلاعات او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه
په دغې سترې ادبي او کلتوري مشاعرې کې د هلمند والي مولوي امانالدین منصور، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي شاعرانو لیکوالانو او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د شعر او ادب مینهوالو ګډون کړی و
د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي چې د هلمند سیند دودیزه مشاعره یوازې ادبي ناسته نه بلکې د افغان ولس د کلتوري یووالي، فکري بیدارۍ او ادبي ارزښتونو د ژوندي ساتلو مهم سنګر دی
دوی زیاته کړې چې یاد ریاست هڅه کوي د هلمند د ادب، فرهنګ او تاریخي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره لا پراخ پروګرامونه جوړ کړي او ځوان نسل د قلم، ادب او مطالعې لور ته وهڅوي
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي ویلي چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه شاعران، ادیبان او لیکوالان په ډاډمن امنیتي چاپېریال کې دې مشاعرې ته راټول شوي دي
نوموړي هلمند د شعر، ادب، کلتور، دین، جهاد او قربانیو له پلوه یو مهم او تاریخي ولایت بللی او د شاعرانو، لیکوالانو او ترنم کوونکو رول یې د ټولنې د فکري او فرهنګي بیدارۍ لپاره ارزښتناک یاد کړی دی
د مشاعرېشعرونه نعتونه او په لړ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو شاعرانو ادبي ټوټې وړاندې کړی چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول

