د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د شنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۷۷۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۲۹ تنو ته رسیده هیواد ته بېرته راستنې شوې .
فطرت لیکلي پدې لړ کې د تورخم د لارې ۶۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷۴۱ تنو ته رسیده راستانه او له تورخم څخه (۵۰۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۲۲)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۱۹۴۹۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
ویاند وایي تورخم کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۰۸)کورنیو سره مجموعًا (۴۹۸۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړي لیکلي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۶۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴۱) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۳۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۴)تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي ده او یادو کورنی ته (۳۴۵۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
هغه لیکلي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۰)کورنیو سره مجموعًا (۴۹۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
دده په وینا د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۳)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۶۰۷) مسافر هېواد ته راستانه شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳) کورنیو سره مجموعًا (۱۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
مرستیال ویاند پر اېکس زیاته کړې د اسلام کلا له لارې (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵) کورنیو سره مجموعًا (۴۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموی وایي د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې (۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶)تنه و، هېواد ته راستنه او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱)کورنۍ سره مجموعًا (۱۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د هغه په وینا د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۲۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۴۹)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۶۱۶۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
سرچینه زیاتوي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

