د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په تازه ټلېفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې تهران د فشار، ګواښ او محاصرې تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني.
د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ د پزشکیان په حواله ویلي، چې د امریکا له لوري د «دښمنانه اقداماتو» تر درېدلو پرته د باور بیا رغونه او د خبرو پرمختګ ناشونی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې تر هغو چې عملي فشارونه، په ځانګړي ډول سمندري کلابندۍ، پای ته ونه رسېږي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدل به له ستونزو سره مخ وي.
د راپور له مخې، دواړو لوریو د سیمې وروستي سیاسي او میداني بدلونونه، د اوربند ټینګښت او په اسلاماباد کې د ډیپلوماټیکو هڅو بهیر هم ارزولی دی.
په ورته وخت کې، شهباز شریف ډاډ ورکړی، چې پاکستان به د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي، څو یوه «با عزته او پایداره» پایله ترلاسه شي.

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

