د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي چې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمیټه لخوا په یو شمېر ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
فطرت په ایکس پاڼه لیکلي چې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په زابل ولایت کې ۲۲۴ کورنیو ته،په سمنګان ولایت کې ۱۵۰ کورنیو ته،په کندز ولایت کې ۹۳۴ کورنیو ته،او په سرپل ولایت کې ۱۰۵ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۸۲۶۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې ورکړل شوې دي.
د کمیټې په وینا، د ځمکو د وېش دا لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هڅه کېږي چې راستنو شویو کورنیو ته د دایمي استوګنې مناسب شرایط برابر شي.

