د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي له پاکستان او ایران هیوادونو څخه په تازه ۲۶۹ نورې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۴۶ تنه کیږي هیواد ته بېرته راستنې شوې .
فطرت رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپانه کې ویلي دا کډوال د چهارشنبې په ورځ راستانه شوي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۹۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۳۲) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۳۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۰)تنه و، کندهار، کابل، هلمند او هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوي ده او یادو کورنی ته (۳۷۶۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
خبرپاڼه وایي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۳) کورنیو سره مجموعًا (۴۴۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده
د خبرپاڼې په وینا د تورخم له لارې (۸۹)کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۴۴۵)تنه غړي، له تورخم څخه (۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴)تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
سرچینه وایي وایي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۳)کورنیو سره مجموعًا (۱۹۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند په دې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۰)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۵۳۹) مسافر هېواد ته راستانه شوي.
ده لیکلي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنیو سره مجموعًا (۱۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د اسلام کلا له لارې بیا (۳۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۹) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۸۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.
د سرچینې په وینا د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخواله کابل څخه (۲۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۴)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
سرچینه زیاتوي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو

