Screenshot
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د روږدو د درملنې پر مرکز باندې د پاکستان پوځي رژیم د څو ورځې وړاندې هوايي برید له امله، د ټپي شویو له ډلې دوه تنه نور هم شهیدان شوي دي.
ډاکټر شرافت زمان زیاته کړې چې په ټول برید کې څه باندې ۴۰۰ کسان شهیدان او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان شوي وو.
یاده دې وي چې دا برید د کابل په نهمې حوزې کې د «امید» روږدو د درملنې پر لوی مرکز (شاوخوا ۲۰۰۰ بستره) شوی و او په کې ډېر شمېر معتادین چې درملنه یې ترلاس لاندې وه، په نښه شوي وو.

