د کورنیو چارو وزارت وايي د لغمان ولایت د علیشنگ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور تنه نیولی
دې وزرات لخو اپه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د علیشنگ ولسوالۍ پولیسو قوماندانۍ چې په «نیچه لام» سیمه کې، چې د دره سایگل برخه ده، په یوه تلاشۍ او امنیتي عملیات کې څلور مشکوک کسان نیول شوي چې د غیرقانوني سلاح او مهماتو په حمل او ساتلو تورن دي.
په دې عملیاتو کې له نیول شویو کسانو څخه ۴ میل کلاشینکوف ټوپکونه ،۸ عدد شاژور ،۳ عدد لاسي بمونه ،یو پایه مخابره ،یو عدد ورځنۍ دوربین ،یو غیرفعال راکټ انداز او
شاوخوا ۱۰ کیلوګرامه تریاک نیول شوي
د یاد وزارت په خبره چې نیول شوي کسان اوس د نورو څیړنو او تحقیقاتو لپاره اړوند عدلي او قضايي مراجعو ته سپارل شوي دي.

