د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د توبرکلوز یا «نري رنځ» د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په تېره یوه کال کې یې په افغانستان کې له ۵۰زرو څخه زیات د دې ناروغۍ، د ناروغانو درملنه یې کړې ده. (یو اېنډيپي) زیاته کړې چې په ۲۰۲۵کال کې یې په افغانستان کې د توبرکلوز ناروغانو ته د درملنې خدماتو ته لاسرسی پراخ کړی دی.
افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی، ادوین سینیسا سلواډور وايي، نری رنځ لا هم په افغانستان کې یوه لویه روغتیايي ستونزه ده او هر کال پرې زرګونه کسان اخته کېږي چې ډېری پېښې لا هم نه دي تشخیص شوې.
د نري رنځ د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د روغتیا نړۍوال سازمان د ژر تشخیص، درملنې ته د لاسرسي پراخولو او «هیڅوک باید پاتې نه شي کمپاین» د ګډ اقدام غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ويلي چې هر کال شاوخوا ۷۵ زره افغانان پر دې ناروغۍ اخته کېږي او نږدې ۱۰ زره یې د توبرکلوز له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د مارچ ۲۴مه د توبرکلوز د نړۍوالې ورځې په توګه ټاکل شوې ده.

