
«امید» ۲۰۰۰ بستریز روغتون چې د معتادینو د درملنې لپاره کارول کېده
کابل – د راپورونو له مخې، دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د «امید» ۲۰۰۰ بستریز روغتون چې د معتادینو د درملنې لپاره کارول کېده، د پاکستان د پوځ له لوري بمبار شوی دی.
د تایید شویو معلوماتو له مخې، په دې برید کې له ۴۰۸ څخه زیات کسان وژل شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي، چې ټولټال تلفات شاوخو۷۰۰ کسانو ته رسېږي. ویل کېږي چې د دې پېښې قربانیان نن خاورو ته سپارل شوي دي.
په همدې حال کې، د اروپايي اتحادیې یو پلاوی د قزاقستان له سفیر او د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره یوځای کابل ته راغلی او د یاد روغتون څخه یې لیدنه کړې ده. د دې سفر موخه د پېښې د حقیقت ارزونه او د زیانونو له نږدې مشاهده بلل شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې دغه پلاوي د پېښې ځای له نږدې کتلی او د برید د رامنځته کېدو حقیقت یې تایید کړی دی. همداراز، د پېښې ویډیوګانې هم شته چې د دې خونړۍ پېښې ابعاد ښيي.
د اروپايي اتحادیې یو پلاوی د قزاقستان له سفیر او د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره
