د افغانستان #ملي تلویزیون (RTA کابل) د راپور له مخې، د پاکستان پوځي الوتکو تېره شپه په کابل کې د نشه يي توکو پر روږدو کسانو د درملنې پر ۱۰۰۰ بستريز روغتون هوايي برید کړی دی.

د راپور له مخې، په دغه برید کې شاوخوا ۳۰۰ تنه هغه ناروغان چې په روغتون کې بستر وو، وژل شوي دي. ویل کېږي چې برید د شپې له خوا ترسره شوی او زیاتره قربانیان هغه کسان وو چې د درملنې لپاره په #روغتون کې بستر وو.
تر اوسه د دې پېښې په اړه د نورو خپلواکو او رسمي سرچینو له خوا بشپړ تایید نه دی شوی او د پېښې د جزییاتو په اړه نور معلومات هم نه دي خپاره شوي.
د افغانستان ملي تلویزیون (RTA کابل)
