

د ناړۍ ولسوال وایي چې د حکومتي مسوولینو په هڅو د سیمې اوسېدونکي د اور د مهارولو لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.
د نوموړي په وینا، اور تر ډېره مهار شوی او د پاتې سیمو د اور وژنې هڅې روانې دي.
ویل کېږي چې دغه اورلګېدنه د دانجګل په ځنګل کې رامنځته شوې ده.
بلخوا، د کونړ له پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وايي چې د اورلګېدنې له امله دوه ماشومان سوځېدلي او پلار یې ټپي شوی دی.
سرچینه: شرق نیوز
#Kunar #Afghanistan #ForestFire #SharqNews #Nari
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

