

د اسلامي امارت د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق او عامه پوهاوي په پار د کونړ په ماڼوګې ولسوالۍ کې لویه ولسي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې حکومتي مسوولینو، قومي مشرانو، ځوانانو او دیني علماوو برخه اخیستې وه. د اسلامي امارت د مشرتابه ۱۷مه ګڼه فرمان، چې پکې د شریعت د نفاذ، اسلامي اخوت او د ناوړه دودونو د مخنیوي یادونه شوې، د عملي کېدو او د مشرتابه د ټولو فرمانونو د تطبیق په موخه دغه غونډه ترسره شوه.
په ورته مهال کې د ماڼوګې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو د اسلامي امارت د مسوولینو مننه وکړه چې د مشرتابه د فرمانونو په تطبیق کې هلې ځلې کوي. دوی وویل چې تر اوسه یې په سیمه کې ناوړه دودونو ته د رواج او عملي کېدو اجازه نه ده ورکړې او له دې وروسته به هم د مشرتابه د فرمانونو په تطبیق او د اسلامي اخوت په پیاوړتیا کې بشپړه همکاري کوي.
د ویلو ده چې د کونړ د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو ریاست تر چتر لاندې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق دغه غونډې د کونړ په ټولو ولسوالیو کې ترسره کېږي، چې دا یې پنځمه غونډه وه چې په ماڼوګې ولسوالۍ کې ترسره شوه.
سرچینه: پرویز مومند، د شرق نیوز ګلوبل خبریال، کونړ
#Afghanistan #Kunar #PublicGathering #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

