
په کونړ کې د لمریزې برېښنا په مرسته چلېدونکی د اوبو لګولو یو نېټورک، چې نږدې دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه نېټورک د اسمار ولسوالۍ د شنگر سیمې د اوسېدونکو او په آسټرالیا کې د مېشتو افغانانو په مالي مرسته جوړ شوی او نږدې سل جریبه للمي ځمکه یې په ابي ځمکه بدله کړه. د سیمې اوسېدونکي وايي، پخوا یې ځمکې د باران په اوبو پورې تړلې وې او اوس به په منظم ډول خړوبېږي.
د پرانېستې په مراسمو کې چارواکو او د مرستندویانو استازو ګډون کړی و؛ هغوی له بهر مېشتو افغانانو مننه وکړه او له نورو افغانانو یې هم وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د ورته پروژو ملاتړ ته دوام ورکړي.
سرچینه: شرق نیوز ګلوبل (خپل راپور)
#Kunar #Afghanistan #Agriculture #Development #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

