کونړ | یکشنبه، ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۴ عقرب ۱۴۰۵
د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د چنګر درې دیارلس کیلومتره سړک بیارغونه پیل شوه چې چارې به یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له خوا په یوه میاشت کې بشپړې شي. له دې سړک څخه به شاوخوا پنځلس لوی کلي ګټه واخلي، چې لارې یې د بارانونو او سېلابونو له امله خرابې شوې وې.
سرچینه: شرق نیوز ګلوبل — خپل راپور
#Afghanistan #Kunar #Development #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

