د افغانستان په ختیځ زون، ننګرهار ولایت کې د ډینګي تبې د مخنیوي لپاره د ټولنې د ښکېلتیا کمپاین د عامې روغتیا ریاست په مشرۍ، د یونیسف او همکارو ادارو په همکارۍ پرانیستل شو. د روغتون مسوولینو وویل، په تېره اوونۍ کې د یو شمېر کسانو د ډینګي ټېسټونه مثبت شوي او تر ۴۰۰ زیات ناروغان په روغتون کې بستر شوي وو؛ په کمپاین کې روغتیايي ټیمونه خلکو ته د دې ویرسي ناروغۍ نښې او د مخنیوي لارې — د پشه خانو کارول، د اوبو لوښي پټول او د ډنډو اوبو له منځه وړل — ښيي، او د خبریالانو لپاره هم د عامه پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

سرچینه: شرق نیوز ګلوبل — ننګرهار
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

