د فنلنډ حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر روسي لوبغاړو به فنلنډ ته د ننوتلو بندیز ولګوي، ان پر هغو هم چې په بې طرفه توګه سیالي کوي.
دا بندیزونه د نومبر په ۱۶مه نافذېږي او د شینګن پر ویزو د لنډمهاله کار لپاره د روسي وګړو د ننوتلو د پراخو محدودیتونو برخه ده؛ د بهرنیو چارو وزیرې ایلینا والتونن وویل روسي لوبغاړي په فنلنډ کې هېڅ کار نه لري.

سرچینه: Reuters
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

