
د کونړ ولایتي ادارې په همکارۍ د دې ولایت په لرې پرتې ناړۍ ولسوالۍ کې د بیارغونې ګڼې پروژې پیل شوې دي، چې په کې د ولسوالۍ د مرکزي پل بیارغونه، د غازي آباد او ناړۍ ترمنځ د عمومي سړک کار او د ناړۍ د عمومي روغتون د جوړولو چارې شاملې دي. د پروژو ټول لګښت اته سوه زره افغانۍ دی او په ترڅ کې یې ګڼو ځايي خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د چارواکو او ځايي خلکو په وینا، د بیارغونې کارونه په ښه کیفیت سره روان دي او د سیمې اوسېدونکي ترې خوښ دي؛ تمه کېږي چې د پروژو په بشپړېدو سره به د تګ راتګ او روغتیايي خدمتونو په برخه کې د خلکو ستونزې کمې شي.
سرچینه: Sharq News Global (خپل راپور)
#Kunar #Naray #Afghanistan #Reconstruction #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

