د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د پخواني مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي د جنازې مراسم به د جولای په ۴مه په تهران کې ترسره او د جولای په ۹مه به د هغه په پلارني ښار مشهد کې خاورو ته سپارلو له مراسمو سره پای ته ورسېږي
د رویټرز راپور له مخې د جنازې په لړ کې به د جولای په ۷مه د قم په ښار کې هم ځانګړي مراسم ترسره شي
دا مراسم تر ۱۰۰ ورځو څخه ډېر وخت وروسته ترسره کېږي ځکه د جګړې شرایطو او امنیتي اندېښنو د هغه د ښخولو بهیر ځنډولی وو
علي خامنهیي چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشري یې ۳۶ کاله پر غاړه لرله د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو په ګډو هوايي بریدونو کې په نښه شو
د ایران چارواکي تمه لري چې د جنازې مراسمو ته به د هېواد له بېلابېلو سیمو او بهرنیو هېوادونو څخه ګڼ شمېر دیني او سیاسي شخصیتونه ګډون وکړي

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

