د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب الدین دلاور د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره لیدنه کې د بشردوستانه همکاریو د پراختیا، د بېځایه شویو کورنیو او راستانه شویو کډوالو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مرستو د زیاتوالي او د اړمنو کسانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو پر لارو چارو بحث کړی دی.
شیخ شهاب الدین دلاور د دې ادارې د روانو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، دا مهال په اوو زونونو کې د رواني ناروغانو د درملنې مرکزونه فعال دي او زرګونه کسان تر درملنې لاندې دي.
نوموړي همداراز د زړه سوري لرونکو ماشومانو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې هر کال به زرګونه ماشومان پکې جراحي عملیات ترلاسه کړي.
بلخوا، د بریتانیا ځانګړي استازي د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې خپلې بشردوستانه مرستې له دې ادارې سره جاري وساتي

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

