د افغانستان او روسیې فدراسیون د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو ۱۵ تفاهملیکونه، چې ټول ارزښت یې ۱۰۳ میلیونه ډالره دی، په کابل کې د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اوورچوک په حضور کې لاسلیک شول.
د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر وايي، په دغو تفاهملیکونو کې افغانستان ته د درملو، غنمو، اوړو او د پخلي غوړیو واردات شامل دي.
اوورچوک ویلي چې د دواړو هېوادونو سوداګري د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې دوه برابره زیاته شوې او له ۳۴۹ میلیونه ډالرو واوښته.
برادر له دې وړاندې روسي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو، صنعت، زېربنا او ځانګړو اقتصادي زونونو په برخو کې پانګونې ته رابللي وو.

سرچینه: د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر (DPMEA)
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

