تیره شپه د کونړ نورګل ولسوالۍ په پتڼ نومي سیمه کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري هوايي برید ترسره شوی چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او ۴ نور ټپیان شوي دي
برید پر یو کور ترسره شوې چې په بشپړ ډول لمنځه تللی دی
د کونړ ولاییتي روغتون مسولین وايي دوې ته د پیښې له ځایه یوه میرمن یو درې کلن ماشوم او دوه تنه نارینه وروړل شوي دي
د روغتون مسولین وايي چې د ټپیانو سره بیړنۍ مرستې شويدي چې روغتیا يي وضعیت يې اوسمهال د ډاد وړ دی
بلخوا عیني شاهدان وايي د برید شدت دومره زیات و چې داسې احساس کېده لکه یوه لویه زلزله چې رامنځته شوې وي له همدې امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
عیني شاهدان د پاکستاني پوځي رژیم دغه ډول وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندي او د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوې چې پر دغه جابر هیواد نړیوال بندیزونه ولګوې تر څو ددغه ډول کړنو لاس واخلي.
دا لومړی ځل ندی چې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم له لوري دغه ډول بریدونه ترسره کیږي بلکی لدې وړاندې هم په کراتو د ملکي خلکو کورونه خپل هدف ګرځولي چې ګڼ شمېر بې ګناه هیواد وال يې ټپیان او شهیدان کړي دي.
راپور : پرویز مومند

