د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ او د افغانستان د بشري خدمتونوصندوق په مالي ملاتړ د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ په ماماګل اوشولت سیمو کې موده وړاندې د دوو دوو خونو لرونکو ۲۲۶ سرپناوو جوړېدو چارې پیل شوي، چې د بشپړېدو په حال کې دي.
د همدغوپروژو د چارو څارنې په پار د کونړ ولایت یو شمېر مسولینو د نورګل ولسوالۍ ماماګل سیمې ته سفر وکړ او د سرپناوو جوړېدو چارې یې وارزولې.
مسولینو د سیمې دقومي مشرانو سره د ناستې په ترڅ کې د وړاندیزونو اورېدو ترڅنګ له هغوی وغوښتل، چې مرسته کوونکو ادارو سره د پروژو ښه تطبیق په برخه کې خپلې همکارۍ پراخه کړي.
د کونړ ولایت د اقتصاد ریاست مسولینو وویل، د پروژې چارې په ښه توګه دوام لري او نږدې ورځو کې به د کورونو چارې بشپړې شي.
دکونړ علماوو شورا غړي او د زلزله ځپلو سره د مرستو رسولو کمیټي مسولین هم وايي چې په نورګل ولسوالي کې روانو پروژو دوامداره څارنه شوې او د ښه تطبیق په برخه کې یې د موسیساتو او ولسونو هیڅ راز همکاري نه ده سپمول شوې.
ځایي خلکو د اسلامي امارت او مرستندویه موسیسو مننه وکړه، چې دوی ته یې د کورونو جوړلو لپاره نغدي مرسته ورکړي.
هغوی وایي، خوښ دي، چې هم یې خپل کورنه جوړ او هم یې خپل اولادونو لپاره حلال رزق ترلاسه کړ.
د ساړه ژمي راتګ ته زلزله ځپلي اندیښمن دي او وايي که دوۍ ته د سرپناه په برخه کې اسانتیاوې رامنځته نشې نو ددوۍ ژوند به لاپسي تریخ او ستونزمن شې.
راپور : پرویز مومند

