د کندز د امنیتي مسوولینو په وینا، د دغه ولایت د علياباد ولسوالۍ د «جلاګیر» په سیمه کې د یوه ۵۰۸ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.
د کندز د پولیسو ویاند جمعهالدین خاکسار وايي، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي.
خاکسار د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي بولي او وايي، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
مسعود عربزی

