
بلخ | یکشنبه، د نومبر ۲۲مه، ۲۰۲۶ | ۱ قوس ۱۴۰۵
د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په آق تپه کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د ۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د رسنیو دفتر وايي، په دې شبکه کې د ۴۰ متر مکعبو په ظرفیت د اوبو یوه زېرمه هم شامله ده چې د بلخ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري پلي شوې او ۴۰۷ کورنۍ ترې د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
سرچینه: Bakhtar News Agency
#Afghanistan #Balkh #CleanWater #Development #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

