د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعتراف کړی، چې له ایران سره جګړې او د تېلو د بیو لنډمهاله لوړوالي د جمهوري غوښتونکو پر ټاکنیزو پایلو منفي اغېز کړی دی.
ټرمپ له فاکسنیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران جګړې له امله د پټرولو د بیو لوړېدو ښايي د امریکایانو ناخوښي راپارولې وي او د جمهوري غوښتونکو پر ټاکنیزو پایلو یې منفي اغېز کړی وي.
هغه زیاته کړې، چې ډیموکراتان به سپینې ماڼۍ ته ځینې طرحې د تصویب لپاره ولېږي، خو نوموړی به یې د ولسمشرۍ له واک څخه په استفادې ویټو کړي.
سره له دې چې جمهوري غوښتونکو ټاکنیزه ماتې خوړلې، ټرمپ د خپلې کابینې د غړو د بدلون احتمال رد کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د بدلون کوم پلان نه لري
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

