د هرات د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو د ځانګړو کشفي او امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د یوې جنايي ډلې ۱۴ غړي نیولي دي.
چارواکي وايي، دغه کسان یې د هدفي امنیتي او کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
دغه عملیات د جنايي جرمونو د مخنیوي او د ښاري امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوي دي.
د سرچینې په وینا، د یادو کسانو د نیولو لپاره امنیتي او کشفي هڅې ترسره شوې او په پایله کې یې د جنايي ډلې ۱۴ غړي د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د نیول شویو کسانو د هویت، د هغوی د ترسره شویو جرمونو او د قضیې د نورو جزییاتو په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

