د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په دې ولایت کې له ۵۷۰ نورو سېلاب ځپلو کورنیو سره هم مرسته وشوه .
د مسوولینو په وینا ياده مرسته، چې ۳۰۰ کورنيو ته د ټيکا، ۱۵۰ کورنيو ته د نصير خيريه بنسټ او ۱۰۰ کورنيو ته د صداقت خيريه بنسټ له لوري خوراکي او غير خوراکي توکي او ٢٠ کورنيو ته د صديقي خيريه بنسټ له لوري نغدي مرستې ووېشل شوې.
بل لور ته، مرسته ترلاسه کوونکو د ولايتي ادارې او مرستندويه بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ د نورو بنسټيزو مرستو غوښتنه هم وکړه
په ورته وخت کې د نورستان ولايتي ادارې وياند وايي، چې د وروستيو سېلابونو له پېښېدو راهيسې تر دې مهاله له ۹۷۴ کورنيو سره خوراکي مرستې او ۳۲۷ کورنيو ته د ۷.۷ ميليونه افغانيو په ارزښت نغدي مرستې وېشل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې په پارون کې د وروستيو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي، او په سيمه کې لا هم د جسدونو د لټون او راايستلو بهير روان دی.
راپور: مسعود عربزی

