په نورستان ولایت کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۱ میلیون ۵۰۰ او ۷۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه .
ددغه ولایت چارواکي وایي دا مرسته په زیانمنو کورنیو باندې د هرات ولایت د ابراهیم حبیب یار خیریه بنسټ او د ترکیې هېواد د یوه خیریه موسسې له لوري ځانګړې شوې وې چې مستحقو کورنیو ته وسپارل شوې.
دوۍ وایي د مرستو د وېش پر مهال د ۲۲ شهیدانو کورنیو، د ۶ بشپړ ویجاړو شویو کورونو مالکینو، د ۱۰ مارکېټونو هټیوالو، د ۳۳ موټرو او ۱۶ موټرسایکلونو څښتنانو ترڅنګ د یادې ترکي موسسې له لوري ۵۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې.
په همدې حال کې سېلاب ځپلو کورنیو د نورستان ولایتي ادارې او مرستندویه بنسټونو له همکار یو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه مرستې به د دوی د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي، خو لا هم د ژوند د عادي کېدو لپاره نورو بشري او پراختیايي مرستو ته اړتیا لري.
بل لور ته د نورستان مرستیال والي وایي چې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو لارو او سړکونو د بیارغونې چارې پیل شوې دي، خو له خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې د خلکو لپاره د استوګنیزو کورونو او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو برخه کې هم همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې د وروستیو مرګونو سېلابونو له امله د نورستان په مرکز پارون کې سلګونو کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او لا هم د بیارغونې او مرستو اړتیا موجوده ده.
راپور : مسعود عربزی

