ننګرهار امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلي، چې د جلالاباد ښار د نهمې ناحیې اړوند د سرخ دیوال په سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم شهید او بل ماشوم ټپي شوی دی.
د امنیې قومندانۍ د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ۱۱ کلن بختیار، چې خپل څاروي یې څرول، له ناچاودې مرمۍ سره د تماس په پایله کې د چاودنې ښکار شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې یو ۹ کلن ماشوم هم ټپي شوی، چې د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ له هېوادوالو غوښتي، چې ماشومان دې د ناچاودو مرمیو او نورو مشکوکو توکو له لمس کولو په جدي توګه منع کړي او د ورته توکو د موندلو په صورت کې دې ژر تر ژره امنیتي ارګانونه خبر کړي.
سرچينه:باختراژانس

