ننګرهار صنعتي ښارګوټې کې له پاکستانه په جبر یوه راستون شوې د دوه نورو پانګوالو سره په ګډه د ستنډرموبلاینو د يوه کارخونې چارې پیل کړې دي.
دغه پانګوال وايي د دې کارخونې لپاره يې ماشینونه او وسایل له ایران او چین رالیږدولي او دلته د اوه سوه زره امریکايي ډالرو د پانګونې هوډ لري.
دغه پانګوال وايي اوسمهال ورسره له پاکستان ایران د راستانه شويو په ګډون له شلو نیولي تر پنځه وېشت په کار بوخت دي او د کارخونې د چارو په بشپړیدو سره به يې شمیر لا زیات شي.
د دغې کارخونې د مسلکي چلوونکي په توګه له ایران يو داسې راستون شوی کس پر دنده ګمارل شوی ، چې په دغه برخه کې يې په یاد هیواد کې ډير کار ترسره کړی دی.
اوسمهال د دغې کارخونې په رغنیزو چارو کې ډيرې هغه له پاکستانه په جبر راستانه شوي کسان دې او خوښي ښيي ، چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې او له همدې درکه د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ حلاله نفقه ګټي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په هیواد کې د سراسري امنیت سره په ګڼ شمیر ولایتونو کې پانګوالو پانګونه پیل کړي او له پاکستان او ایران په جبر راستانه شوي ، هم لوی او کوچني کاروبارونه پیل کړي دي.
راپور : سباوون ساحل

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

