د امریکا د میامي ښار په برېکل سیمه کې د برمهکارۍ یوه لویه دستګاه پر درېیو موټرو او یوه ساختماني کانټینر راپرېوتې، چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، پېښه د دوشنبې په سهار شوې ده.
د ژغورنې ځانګړو ډلو دوه کسان چې په یوه نړېدلي کانټینر کې بند پاتې وو، له سیمې څخه ژوندي را ایستلي دي.
ټول ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د روغتیايي چارواکو په وینا، د دوی وضعیت ښه دی.
د پېښې له امله د برېکل بې ډرایو په شاوخوا کې یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې.
د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.
سرچینه : شرق نیوز

