
د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکې غړې لورین بوبرټ د کلوراډو په څلورمه حوزه کې ډیموکراټې نوماندې ایلین لاوباخر ته د منځمهاله ټاکنو سیالي وبایلله. د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، د ۹۹ سلنې نه زیاتو رایو له شمېرلو وروسته لاوباخر ۴۸٫۸ سلنه او بوبرټ ۴۷٫۹ سلنه رایې ګټلې دي؛ دا اسوشیټیډ پریس د جمعې په ورځ په رسمي ډول لاوباخر ګټونکې اعلان کړه، په داسې حال کې چې CNN او NBC له دوشنبه راهیسې همدا وړاندوینه کړې وه.
ایلین لاوباخر د سمندري ځواکونو متقاعده اډمیراله ده چې ۳۴ کاله یې په پوځ کې خدمت کړی. هغې د دوشنبې په ورځ خپله بریا اعلان کړه او په واشنګټن کې یې د نویو غړو په پېژندګلوي پروګرام کې هم ګډون وکړ.
دا حوزه د کلوراډو تر ټولو ټینګه سره حوزه ګڼل کېده او په ۲۰۲۴ کې یې ولسمشر ټرمپ ته په ۱۸ نومرو بریا ورکړې وه. بوبرټ لومړی ځل په ۲۰۲۰ کې د کلوراډو له درېیمې حوزې ټاکل شوې وه، په ۲۰۲۴ کې څلورمې حوزې ته ولاړه او هلته یې په شاوخوا ۱۱ نومرو وګټله؛ دا ځل یې څلورم پړاو له لاسه ورکړ. د هغې د کمپاین وکیل ویلي چې د رایو د بیا شمېرنې تمه لري، خو اوسنی توپیر د اتوماتیکې بیا شمېرنې له حد څخه بهر دی. بوبرټ رسنیو ته ویلي چې په ۲۰۲۸ کې به بیا ځان نه نوموي.
سرچینه: New York Post
#Boebert #Colorado #USElections2026 #Congress #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

