First responders on the scene after a helicopter crashed in Chatsworth, a neighborhood in Los Angeles, California on Sept. 15. Photographer: Blake Fagan/AFP/Getty Images
د امریکا د لاس انجلس ښار په چټسورت سیمه کې د خبري چورلکې د غورځېدو له امله درې کسان وژل شوي دي.
پېښه هغه مهال وشوه چې چورلکه د یوه ښاروالۍ بس او یوه موټر د مرګونې ټکر له سیمې څخه خبري پوښښ کاوه.
چورلکه د «ان بي سي» او «تېلمونډو» لپاره هوايي خبري پوښښ برابراوه او د شپې شاوخوا اووه بجې د شمالي مېسن سړک په سیمه کې وغورځېده.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې د چورلکې خبریاله الیانا مورینو او پیلوټ جورج مارسینیو هم شامل دي.
یو بل کس پر ځمکه وژل شوی او دوه کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چورلکې د غورځېدو علت لا نه دی روښانه شوی او د پېښې څېړنه روانه ده.
سرچینه : شرق نیوز

