
د غزني ښار (پژواک) – په غزني کې د سلطان محمود غزنوي صنعتي ښارګوټي د جوړېدو پروسه په رسمي توګه پیل شوه.
دا پروژه د ۱۱۰۰ جریبه ځمکې په پراخه سیمه کې ترسره کېږي او د چارواکو په وینا، بنسټیزې چارې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.
د دې ښارګوټي له جوړېدو سره به ۴۵۰ صنعتکارانو ته د کارخونو جوړولو زمینه برابره شي، چې دا به د سیمه ییز اقتصاد په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او د کار فرصتونه به زیات کړي.
د غزني ولایت چارواکي هیله لري چې د دې پروژې له لارې به د صنعت په برخه کې نوې پرمختګونه رامنځته شي او ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي.
سرچینه: پژواک خبري اژانس
#Ghazni #Afghanistan #Industry #Development #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

