د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي نن دوشنبه په ټول هیواد کې یې د پولیو واکسین د تطبق کمپاین پیل کړ .
ددغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان رسنیو ته ویلي په ټول هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق ملي کمپاین پیل او څلور ورځې به دوام ولري .
د ویاند په وینا ددې کمپاین په ترڅ کې به نږدې ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
نوموړی وایي ددې کمپاین موخه یې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو خوندیتوب پیاوړی او د ویروس د خپرېدو مخه نیول دي.
دی وایي په جنوبي زون کې به دا کمپاین د لا ښه تطبیق په موخه یوه ورځ وروسته پیل شي.
هغه وایي سږ کال یو ملي او دوه فرعي کمپاینونه تر سره شوي چې دا د کال څلورم کمپاین دی او تر څنګ یې ځانګړي او د سیمو تر کچې محدود کمپاینونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه تر سره شوې دي.
هغه زیاته کړې د پېښو اړوند ځینې محیطې نمونې مثبت شتون لري البته د انساني پېښو اړوند لا تر اوسه د عامې روغتیا وزارت له لورې تاید شوي پېښې شتون نه لري ، د ځینې مشکوکو پېښو د کره کتنې او شواهدو په اساس به د پېښو د شتون اړوند معلومات شریک شي.
سرچینه : شرق نیوز

