د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د انسانانو د وېښتانو د قاچاق په تړاو درې کسان له اتو قچرو سره نیولي دي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، دغه کسان د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د سرې پانګې په سیمه کې نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، نیول شویو کسانو منلې چې د انسانانو وېښتان یې د قاچاق په موخه پاکستان ته لېږدول.
سرچینه زیاتوي، له لومړنیو څېړنو وروسته به نیول شوي کسان د نورو قانوني او عدلي څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پېښې په تړاو د نیول شویو کسانو د هویت او د قاچاق کېدونکو وېښتانو د اندازې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي
سرچینه: ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

